پاکستاني چاروکي وايي چې د باجوړ ايجنسۍ په سلارزو تاسيل کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې درې سرتيري او اووه وسله وال وژل شوي دي.
ځايي ولسي او امنيتي چارواکي وايي پرون (دوشنبه) د سلارزو په بانډه سيمه کې د مشکوکه وسله والو پرضد د لټوني عملياتو پرمهال دغه نښته رامخې ته شوه.
باجوړ ايجنسي يو له هغو قبايلي سيمو ده چې په کې د طالبانو او القاعده په ګډون يو شمېر وسله والې ډلې شتون لري.
ياده دې وي چې له تېرکال راهيسې په شمالي وزيرستان او خېبر ايجنسۍ کې د وسله والو پرضد بشپړ عمليات روان دي.
پاکستان حکومت په پيښور آرمي پبلک سکول تر بريد وروستو د ترهګرۍ پر ضد خپله ستراتژي پياوړې کړې ده.