د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: بمي چاودنې دوه پوځي سرتېري وژلي


په کورمه کې بېګا د سېشنبې پر شپه په يوه بمي چاودنه کې د پاکستان پوځ دوه عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د پوليټيکل انتظاميې يو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي نن (چارشنبه) مشال راډیو ته وويل چې دا پېښه په شبکو سيمه کې په ريموټ کنټرول بمي چاودنې رامنځ ته شوې.

شبکو سيمه ډيورنډ کرښې سره نيزدې د کوزې کورمې برخه ده چې پکې د چارواکوپه خبره د وسله والو خلاف بمبارۍ شوي دی خو د اوښتي زيان په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG