د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاریس: د برید په تړاو یوه مشکوک کس ځان پولیسو ته سپارلی


رپوټونه وايي ، په فرانسه کې د پروني برید یوه مشکوک کس ځان پولیسو ته سپارلی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې پولیسو درې داسې کسان مالوم کړل او د هغوی عکسونه یې خپاره کړل چې ښايي په دې برید کې ککړ ول.

تسلیم شوی کس ۱۸ کلن دی او حامد مراد نومېږي. پولیسو د دوو نورو هغو کسانو په لټه کې دي چې سره وروڼه دي. په دوی کې یو سعید دی چې ۳۲ کلن دی او بل شریف کواچي نومېږي چې ۳۴ کاله عمر لري.

د پولیسو په وینا، داسې فکر کېږي چې درې واړه کسان د فرانسې تابعیت یا شهریت لرونکي دي خو رېښې یې شمالي افریقا او منځني ختیځ ته رسېږي.

برید په پاریس کې د یوې داسې مجلې پر دفتر وشو چې طنزیه مواد خپروي.د برید پر مهال د مجلې کارکوونکو اوونیزه غونډه کوله.

په وژل شویو کې اته خبریالان او دوه پولیسان شامل دي.

تر پېښې وروسته ولسمشر فرانسوا اولاند نن په ټوله فرانسه کې د ماتم اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG