د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي، په هېواد کې حالاتو ته په کتو د ځانګړو پوځي عدالتونو جوړول ضروري دي.
دا خبره نوموړي تېره ورځ د لوړپوړو چارواکو په هغې غونډه کې وکړه چې پکې د ترهګرۍ پر ضد د جوړ کړل شوي پلان جاج واخیستل شو. بېګا د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، ځانګړي پوځي عدالتونه د یاد پلان برخه دي.
بیان د وزیراعظم له خولې وايي، دا عدالتونه به پر ولسي وګړو، ماشومانو او امنیتي سرتېرو په بریدونو کې د ککړو کسانو مقدمې اوري. په غونډه کې د دفاع وزیر خواجه اصف، د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال رضوان اختر په ګډون نورو چارواکو هم برخه واخیسته.