هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د کونړ سیمه ییز چارواکي وایي،په دانګام ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا سل کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوي دي. د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل مشال راډيو ته وویل چې، نن (جمعه) په دانګام کې جګړه کراره شوې او خلک له همدې فرصته په ګټه اخیستنې له سیمې وتلي دي.