د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پر خپله خاوره ترهګر نه پرېږدو”


د افغانستان پوځ مشر جنرال شیر محمد کریمي د دوشنبې پر ورځ په راولپنډۍ کې پاکستاني مقاماتو ته وویل هېواد یې په پېښور کې د ترهګرو لخوا په یو سکول د برید له امله خواشینی دی او مقابل لوري ته یې باور ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې دننه به د ترهګرو پر ضد افغان ځواکونه کوټلي عملیات کوي.

د پاکستان پوځ وايي د نهې پر ورځ په راولپنډۍ کې جنرال شیر محمد کریمي له خپل پاکستاني سیال انډول جنرال راحیل شریف او همدارنګه په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو مشر جنرال جان کیمپ بیل سره د ګډې غونډې پرمهال دا څرګندونې کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي جنرال راحیل شریف د پاکستان پولې ته نږدې د افغان ځواکونو د ترهګرو پر ضد د وروستیو عملیاتو ستاینه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG