د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې اوولس تنه وژل شوي ګڼ ژوبل


افغانستان: په مختلفو برخو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه اولس کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

کونړ:

د کونړ سرپرست والي شجاع المک جلاله نن راډیو ته وویل، چې تیر ماښام په ناړۍ ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې ۷ کسان وژلي دي.

په دانګام ولسوالۍ کې په یوه کور د توغندي د لګیدو له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دانګام ولسوال عنایت الله نن دوشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه توغندی تیر ماځیګر د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې پر مهال پر دې کور لګیدلی دی.

بلخوا د کونړ والي وايي چې تمعه ده چې افغان ځواکونه تر نن دوشنبې ماځیګره په دانګام ولسوالۍ کې د هغو ملکي وګړو مرستې ته ورسېږي چې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو په جګړه کې ګېر پاتې دي.

شجاع الملک جلاله ازادۍ راډیو ته وویل چې مرستندویه ځواکونه د دانګام ولسوالۍ هغې سیمې ته د پرمختګ په حال کې دي چې خلکو یې د طالبانو پرضد پاڅون کړی دی. د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو جګړه روانه ده.

ننګرهار:

په مرکز جلال اباد کې بیا نن دوشنبه ګهیځ مهال په دو بیلابیلو چاودنو کې یو پولیس وژل شوی.

جوزجان:

د امنیې قومندانۍ ویاند احمد فرید عزیزی ازادۍ را‌ډیو ته ويلي چې د دې ولايت د کوش تیپې ولسوالۍ په امنیتي پوستې باندی د وسله والو د حملې په نتیجه کې وه تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

بدخشان:

په وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو یوه شل کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه. د بدخشان امنیې قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي نن دوشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې کسانو له دې وړاندې په سیمه کې د حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر ضد فعالیتونه کول. نوموړی وايي، چې دا ډله د امنیتي ځواکونو د هڅو له امله د سولې له بهیر سره یوځای شوه. تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG