د رومانیا حکومت پرون وویل چې د ۲۰۱۵م کال په پیل کې به افغانستان ته څلورنیم سوه اضافي پوځيان واستوي.
د رومانیا ولسمشر تریان باسیسکو پرون وویل ((چې د دې هیواد د سترې پوځي کمیټۍ پریکړه کړې چې دا نوي پوځيان به د کندهار د هوايي ډګر او هلته د پوځي اډې امنیت ټینګوي))
تریان باسیسکو وويل ((له افغانستانه د رومانیا د ټولو عسکرو تر ایستلو او په ۲۰۱۵ کال کې په دې هیواد کې د پولیسو له روزنې سره د ۲۰۰و پوځيانو تر ژمنې وروسته، موږ د خپلو اتلافی هيوادونو د غوښتنې له مخې د سترې پوځي کمیټۍ په غونډه کې پریکړه وکړه چې څلورنیم سوه نور پوځيان د کندهار د هوايي ډګر د امنیت لپاره افغانستان ته واستو))
رومانیا په ۲۰۱۰م کال کې په افغانستان کې د ناټو تر کمانډ لاندې شپاړس سوه پوځيان درلودل. د رومانیا شپږاویا پوځيان د افغانستان په جګړه کې وژل شوی دي.