د پاکستان په کراچي ښار کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي چې دا نښتې د کراچي په مشرف کالونۍ، ګګر پاټک او ماړي پور کې د لټون د عملیاتو پر مهال رامنځ ته شوي دي.
چارواکي زیاتوي په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو دکراچي امیر عابد علي هم شامل دي .
د کراچي پولیسو د جمعې او پنجشنبې په ورځ هم له امنیتي ځواکونو سره په مبینه وسله والو مقابلو کې د نهو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.