په کوټه د امنيتي ځواکونو سرچينې وايي، ددوي سرتېرو د جمعې په سهار د ساړه زیارت په چوتېر سیمه کې پر يوه کور چاپه وهلې، چې لومړی له کوره پرې ډزي پېل شوې.
د دغو سرچينو په خبره تر هغه وروسته د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې اته مشکوکه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه سرچينې زیاتوي، په وژل شويو وسله والو کې يو تن د سیمې اوسېدونکی دی، چې د پاکستاني طالبانو د بلوچستان صوبې دویم مشر دی. او پاتې اووه نور وژل شوي کسان د قبايلي سیمو اوسېدونکي دي.
د امنيتي ځواکونو په خبره دا وسله وال طالبان په بلوچستان کې د پېسو لپاره د سړي تښتوونو په پېښو کې ککړ ول.