د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پېښور پر ښوونځي ترهګر برید د اسلام ضد کړنه ده'


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد كرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد كرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد كرزي په پېښور كې هغه تروريستي حمله په شديدو ټكو غندي چې په ترڅ كې يې د يو ښوونځي ۱۳۲ زده کوونکي ووژل شول او تر ۱۲۲ زيات ټپيان شول.

دغه بريد نن سېشنبه سهار د پېښور پر ورسک سړک په یوه ښوونځي کې د نږدې شپږتنه وسله والو ترهګرو لخوا پيل شو چې تر ماښامه يې دوام درلود.

حامد كرزي دا د هغې كرغېړنې جګړې برخه بولي چې زموږ په سيمه په تېره د ډيورنډ دواړو غاړو كې مېشت خلك يې قربانيان دي. د داسې وحشيانه حملو ترسره كول د اسلام د مقدس دين د تعليماتو خلاف عمل دى او په هېڅ توګه نشي توجيه كېداى.

حامد كرزى د قربانيانو كورنيو ته د لوى خداي (ج) له درباره صبر او ټپيانو ته زغرده روغتیا غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG