د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سترې محکمې د دارلانشا رییس عتیق الله رووفي ووژل شو


د کابل امنیې قومندانۍ تایید کړه، چې د سترې محکمې د دارلانشا رییس عتیق الله روفي نن د وسله والو په یوه برید کې ووژل شو.

د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي مشال راډیو ته وویل چې وسله والو نن سهار د نهو بجو په شااوخوا کې د پنځمې امنیتي حوزې د دیوان بیګي په سیمه کې پر نوموړي حمله وکړه.

طالبانو د دې حملې مسولیت اخیستی او ویلي یې دي چې روفي یې په یوه غلچکي برید کې وژلی دی.

تیر کال د جوزا په میاشت کې د سترې محکمې مخې ته یوه انتحاري حمله وشوه چې د دې ادارې ۱۷ کارکوونکي په کې ووژل شول او نږدې ۴۰ نور ټپيان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG