د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي برید یو کس وژلی، ۱۹ ژوبل


کابل: ځانمرګي برید یو کس وژلی، ۱۹ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د فرانسې پر کلتوري مرکز په بېګاني برید کې د یوه جرمني وګړي د وژل کېدو پخلی کړی دی. له وزارته په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، په ځانمرګي برید کې ۱۹ کسان ژوبل شول. په عین وخت کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورین فبیوس په یوه خبرپاڼه کې دا برید وغنده او دا یې بزدلانه کار وباله. فرانسه وايي، په حمله کې د هغه هېواد وګړو ته زیان نه دی اوښتی. افغان چارواکی وايي، بریدګر شاوخوا ۱۷ کلن وو چې د یوې نندارې پر مهال یې د تالار دننه چاودنه وکړه. وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.

XS
SM
MD
LG