د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي برید شپږ افغان سرتیري وژلي


کابل: ځانمرګي برید شپږ افغان سرتیري وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

نن په کابل کې پر يوه پوځي بس په ځانمرګي بريد کې شپږ افغان سرتيري وژل شوي دي. اېسوشي اېټيډ پرېس خبري اژانس د کابل د جنايي څېړنو د څانګې د مشر فريد افضلي له خلې راپور راکوي چې د ولسي وګړو په ګډون لس نور سرتيري ژوبل شوي هم دي. چاودنه نن (پنجشنبه) سهار د ښار په ختيځ کې د ګڼې ګوڼې پر يوه سړک وشوه. طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. په دا وروستيو څو اونيو کې وسله والو په کابل او شاوخوا سيمو کې پوځي، سفارتي او بهرني تاسيسات په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG