د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا یو جګپوړی طالب قومندان پاکستان ته وسپاره


لطیف الله مسود د پاکستاني وسله والو طالبانو تر پخواني مشر حکیم الله مسود وروسته، چې پروسږ کال د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو، دويم لوړپوړی قومندان و.

د امريکا متحده ايالاتو د يکشنبې په ورځ د پاکستانيو طالبانو د پخواني مشر حکيم الله مسود د مرستيال لطيف الله مسود په ګډون درې تنه پاکستاني طالبان د پاکستان حکومت ته سپارلي دي.

په افغانستان کې مېشتو نړۍوالو ځواکونو د پاکستانيو وسله والو طالبانو د تحريک دويم مشرلطيف الله مسود د ٢٠١٣م کال کې هغه مهال نيولى و، چې له خپلو ملګرو سره يوځاى افغانستان ته اوښتى و.

په اسلام اباد کې د پاکستان دولتي چارواکي وايي، چې لطيف الله مسود او د هغه دوه ملګري په پټه پاکستان ته رسېدلي دي.

له بلې خوا په کابل کې د امريکا سفارت منلې، چې پاکستان ته يې ځينې بنديان سپارلي، خو د هغوى د پېژندو په اړه يې څه نه دي ويلي.

رويټرز خبري اژانس د پاکستان د يوه جګپوړي امنيتي چارواکي په حواله، چې نوم يې نه دى اخيستى ويلي، چې د پاکستانيو طالبانو دويم مشرلطيف الله مسود چې په افغانستان کې نيول شوى و، له خپلو دوو ملګريو سره پاکستانيو چارواکو ته سپارل شوي او اسلام اباد ته رسېدلي دي.

لطیف الله مسود د پاکستاني وسله والو طالبانو تر پخواني مشر حکیم الله مسود وروسته، چې پروسږ کال د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو، دويم لوړپوړی قومندان و.

نوموړی د ۲۰۱۳ کال نومبر د افغانستان په ختیځ کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو له خوا پاکستاني پولې ته نږدې تر نيول کېدو وروسته له امریکا سره د بګرام په زندان کې بندي و.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي وياند د لطيف الله مسود د نيول کېدو پر مهال واشنګټن پوسټ ورځپانې ته ويلي وو، چې نوموړى د افغان استخباراتي چارواکيو سره يوځاى د سولې د خبرو اترو لپاره روان و، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا ونيول شو.

ویل کېږي د هغه نیول کېدل د افغانستان د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي غوسه هم راپارولې وه.

لطيف الله مسود په داسې حال کې پاکستان ته سپارل شوى، چې افغان ولسشمر تېره مياشت پاکستان ته سفر وکړ او د افغانستان سولې بهیر کې يې د پاکستان رول مهم وباله.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت هم د افغانستان سولې بهیر سره د مرستو او همکاريو په هدف يو شمېر افغان طالبان خوشې کړي دي، چې په هغوى کې ملا عبدالغني برادر هم دى، چې د ځاى ځايګي په اړه يې لا تر دې دمه معلومات نشته.

د امريکا متحده ايالاتو په داسې حال کې د وسله والو پاکستاني طالبانو دويم درجه مشر دې هېواد ته سپارلى، چې پاکستاني پوځيانو د شنبې پر ورځ په جنوبي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال د القاعده شبکې مهم قومندان او د بهرنيو عملياتو مشر عدنان الشکري جمعه وواژه.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې پر مېشتو سختدريځه وسله والو بريدونه ډېر شوي دي، چې په نتيجه کې يې د القاعده شبکې د اورپکو په ګډون پاکستانيو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG