د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر کابل ته ورسیدی


د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د خپلې دندې په وروستیو ورځو نن(شبنه) په ناڅاپي سفر کابل ته ورسیدی.

د امریکا د دفاع وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د نړۍ والو ځواکونو عمومي قومندان جان کمپبل له چک هیګل نه هرکلی وکړ.

تمه ده چې چک هیګل له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو سره وګوري.

چک هیګل په رسمي ډول د امریکا د دفاع وزیر په توګه له خپل دندې استعفا کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG