د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټین پر لودیځ تور پورې کړی چې روسیه ورانول غواړي


د تېرې پنجشنبې پر ورځ د خپلې کلنۍ وینا پر مهال پوتین د غرب کارونه د هټلر له حملې سره موازي وګرځول. له یوه کال راهیسې په اوکراین کې د روان بحران له کبله له امریکا او اروپا سره د روسیې اړیکي زښت خراب شوي.

له کرېملېنه پر ټیلي وېژن په ژوندۍ توګه په خپرې شوې یو ډول محاربوي وینا کې پوتین وویل، د کرایمیا د الحاق او په ختیز اوکراین کې د بېلتونپالو د ملاتړ په سر پر روسیې د امریکا او اروپايي ټولنې بندیزونو مقصد د ده هېواد ته زیان رسول ول، ده البته دعوه وکړه چې بندیزونو د تاوان پر ځای د روسیې اقتصاد ته تحرک ورکړ.

پوتین وویل، کرایمیا ورته هغه ډول ((مقدس ارزښت)) لري لکه یهودانو او مسلمانانو ته یې چې بیت المقدس لري.

له دې خبرې سره ده اشاره ورکړه چې کرېملېن به هغه ټاپو وزمه سیمه هېڅ کله بیرته اوکراین ته و نه سپاري.

روسي ولسمشر پوتین ټینګار وکړ چې که روسیې کرایمیا له ځانه سره نه وای تړلې نو غربي حکومتونو به ((د روسیې د زیاتېدونکي قوت د محدودولو لپاره کومه بله پلمه یا بهانه پیدا کړې وه.))."

XS
SM
MD
LG