د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي


د کراچۍ پولیس وايي بېګا شپه د پولیسو سره د ډزو پرمهال شپږ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د کراچۍ دپولیسو ویاند عتیق شیخ نن سهار مشال راډیو ته وویل : په سچل سېمه کې ۴ او په منګوپیر کې دوه کسان د پولیسو سره په د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي پولیسو د اطلاع د ترلاسه کولو نه پس په وسله والو چاپه ووهله چې په دې مهال هغوی ډزې وکړې.

هلته په یوه بله پیښه کې په لیاقت اباد کې نن (چارشنبه) سهار نامالومه وسله والو یو پولیس سرتیری وژلی دی.

بلخوا د وسله والو طالبانو حکیم الله محسود ډلې ویاند ګیله من محسود د نامالوم ځایې نه د ټیلفون دلارې مشال راډیو ته وویل : وژل شوي شپږ واړه کسان د دوی ملګري وو.

نوموړي تور ولګاوه چې پولیس د جیلونو نه د دوی ملګري وباسي او وژني یې. ګیله مند محسود په لیاقت آباد سیمه کې د پولیس واله د وژنې ذمه واره هم ومنله.

XS
SM
MD
LG