د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د ناټو د پریکړې هر کلۍ وکړ


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو د مشر د هغه اعلان هر کلی کړی چېد غوڅ ملاتړ په نوم دغه هېواد کې د ناټو نوی ماموریت به د راتلونکې جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل شي.

د سېشنبې پر ورځ په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د خارجه چارو د وزیرانو غونډې ته په وینا کې ولسمشر غني وویل : دا ګام د افغانستان او ناټو ترمنځه نوې اړیکې تشکیلوي

ناټو وايي، دا نوی ماموریت به یې غیرجنګي وي چې پکې به یې د غړو هېوادونو او نورو اتحادیانو دولس زره پوځیان افغان ځواکونو ته سلامشوره او روزنه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG