د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځانمرګي برید يو تن ولسي وګړی وژلی او یو بل ژوبل


د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، نن (پنجشنبه) شاو خوا يوولس بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند لسمې ويالې سيمه کې د ایتلافي ځواکونو له کتار سره نیږدي د يوه سرف موټر کې نه په ګټې اخيستنې ځانمرګي بريد کې يو تن ولسي وګړی وژل شوی او بل هغه يې ټپي شوی دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي وویل:

په ياده پيښه کې ایتلافي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. او یو تن ولسي وکړی وژلی او یو تن ټپي شوی دی.

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په يوه ټیلفوني پيغام کې د پيښې پړه منلې او زیاتوي چې په یاده پيښه کې يې د ایتلافي ځواکونو یو ټانک ويجاړ کړی او په کې سپاره شپږ تنه بهرني عسکر يې وژلي دي.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG