د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې چاودنې د توحید اسلام ډلې غړو ته مرګژوبله اړولې


د خېبر اجنسۍ د تیرا په نري بابا سیمه کې له چاودنې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د خېبر پولیټیکل چارواکو مشال راډیو ته وویل، چې چاودنه نن غرمه «دوشنبې ورځ» د تیرا په نري بابا سیمه کې د د زخه خېلو توحید اسلام ډلې پر غړو شوې، چې د دوی په خبره مرګژوبله هم دغې ډلې ته اووښتې.

چاوراکي وايي، دا چادونه د وسله والو پر ضد د امنیتي ځواکونو د پرمختګ په ترڅ کې شوې.

یاده دې وي چې د خېبر اجنسۍ په زخه خېلو او تیرا کې حکومت پلوه ډله توحید الاسلام له تېرې څه مودې راهیسې له وسلوالو ډلو سره جنګ کوي، او دې سیمو ته یې نه پرېږدي.

د چاودنې پړه لا هم هېڅ یوې وسلوالې ډلې پر خپله غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG