د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شنبې پر ورځ د دغه ولایت د ۳۶ پرمختیايي شوراګانو هغه پروژې چې درې کاله وړاندې يې کارونه پيل شوي و، بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغه پروژو کې پلچکونه، د لارو او کوڅو جوړول، د څښاک د اوبو ژورې څاګانې، د جرګو تالارونه، استنادي دیوالونه، کوچني کانالونه او نورې شاملې دي.
دغه پروژې د لغمان مرکز مهترلام او په ۳۷ کليو کې د کليو او پراختیا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام او ولسونو په مالي لګښت تطبیق شوي چې ۵۲ ميلونه افغانۍ د ملي پيوستون له لارې او څه باندې ۶ ميلونه افغانۍ په کې د ولسونو ونډه ده.