د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر په زخه خیلو کې چاودنې سرتیري او حکومت پلوه وژلي


د خېبر ایجنسۍ سرکاري چارواکو مشال راډیو ته وویل چې نن (سېشنبه) غرمه د خېبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه ( بازار زخه خیلو ) کې د ایف سي ځواک پر سرتیرو او د زخه خیلو تنظیم ( توحیدالاسلام ) په غړو باندې یوه چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې د ایف سي دوه سرتیري او د ذخه خیلو تنظیم یو غړی ووژل شول.

دا چاودنه په داسې حال کې وشوه چې دوی یوه سنګر ته د ختلو په حال کې وو. د برید پړه تر دې دمه چا قبوله کړې نه ده.

یاده دې وي چې په زخه خیلو بازار کې د ایف سي ځواک او حکومت پلوه توحیدالاسلام نتظیم په شریکه د وسله والو ډلو پرضد جنګ کوي او دې سیمې ته یې نه ورپریږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG