د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طالبانو له وېرې چا ږيري پريښي او چا کلي!"


يو طالب وسله وال وزيرستان کې
يو طالب وسله وال وزيرستان کې

د پيښور سره د نيزدي کلو اوسيدونکي وايي چې دي وروستيوو کې دلته طالب وسله وال داسې کاغذي پرچې غورځوي چې پکې يې له خلکو د پيسو ورکولو او په شريعت کې د ژوند تيرولو ويل شوي وي. دوی پر موسيقۍ د بنديز او ږيرو د پريښودو حکمونه هم ورکړي.

څو ورځې مخکې پيښور ښار سره نيزدي پر کوهات روډ پرتو کليوالو سيمو کې وسله والو طالبانو ځايي خلکو ته د غورځولو کاغذي پرچو د لارې خبرداری ورکړی چې هر کور بايد دوی ته پيسې ورکړي او ژوند دي د شريعت مطابق تېر کړي.

د باديزو کلي د امن لښکر مشر، آصف خان په دي اړه مشال ريډيو ته پرون وويل چې دا پرچیانې په بازيد خيلو، احمد خيلو سوړيزي، بډه بيره، ټېله بند او تر رنګ روډ پوري ټولو کليو کې د ابو بکر او جنګريز په نامه د طالبانو د مشرانو لخوا غورځول شوي دي.

نوموړی زياتوي: ((دي پرچو کې خلکو ته د ږيرو پريښودو، جوماتونو ته د تګ، له هر کوره د پيسو ورکولو او په ودونو کې د ټنګ ټکور نه کولو ويل شوي. اوس نو ځينو خلکو ږيرې پريښي او ځينو کلي.))

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا حکومت بيا بيا ويلي چې دوی د ټولې صوبې د امنيت ساتلو لپاره پوره پوره ګامونه اخيستي.

پيښور کې له تيريو کال راهيسې دا حال دی چې طالبان ورځ په ورځ قوي کيږي. د پيښور په رينګ روډ د شپې له لسو بجو وروسته څوک نه شي تللی.

د حکمران تحريک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی فضل الهي پيښور سره نيزدي د طالبانو له خوا د ګواښوونکو پرچو د غورځولو په اړه وايي: ((الحمد لله زما هم ږيره شته. الحمد لله زه هم پنځه وخته مونځ کوم. الحمد لله زه هم هغو ودونو ته نه ځم کومو کې چې موسيقي وي. موږ خو وايو چې اصلاح پکار ده. موږ وايو چې کوم مرض شته نو د هغه علاج پکار دی او چې داسې وشي نو نه به بيا دا پرچيانې وي او نه نور څه. يو قانون به وي.))

پوليس چارواکي بيا د طالبانو داسې کړنې پيښور سره نيزدي باړه کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو سره تړي.

د پیښور د پوليسو مشر نجيب الرحمن مشال ريډيو ته په دي اړه وويل: ((داسې هیڅ خبره نشته چې د طالبانو پلويتوب دي زيات شوی وي. له کله راهيسې چې په باړه کې پوځي عمليات شروع شوي، له هغې وروسته داسې پرچيانې مخې ته راځي. د پیښور د کليوالو سيمو امنيتي حالت په تېرو کلونو کې ډير خراب وو خو وروسته دغو سيمو کې پوليسو د امنيت لپاره ځيني ګامونه پورته کړل او اوس حالت ښه دی. موږ خلکو ته ويلي چې که د طالبانو کومې کړنې يې وليدلي نو موږ ته دي حال راکړي. تر اوسه موږ ته هيڅ داسې معلومات نه دي راکړل شوي.))

خو په همدي حال کې پر حالاتو نظر لرونکي کارپوهان وايي چې د خيبر پښتونخوا حکومت د وسله والو د مخ پر زياتيدونکو فعاليتونو د مخنيوي لپاره هيڅ نه دي کړي.

د روانو چارو څيړونکی، عقيل يوسفزي په دي اړه مشال ريډيو ته وويل: ((پيښور کې له تېر يو کال راهيسې دا حال دی چې طالبان ورځ په ورځ قوي کيږي. د پيښور په رينګ روډ د شپې له لسو بجو وروسته څوک نه شي تللی.))

XS
SM
MD
LG