د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر مولانا فضل الرحمن ځانمرګی برید غندو'


کوټه: د جمعيت علماء اسلام سلګونو کارکنانو احتجاجي لاريون وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:48 0:00

کوټه: د جمعيت علماء اسلام سلګونو کارکنانو احتجاجي لاريون وکړ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند په مشر اسفندیار ولي خان د قومي وطن ګوند پر مشر افتاب شېرپاو د مسلیم لیګ ن پر امیر مقام هم ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي

پېښور: د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک په مولانا فضل رحمان د ځانمرګی برید په سختو ټکو غندنه ومړه او وايي، که چېرې پر داسې یو سیاسي مشر ځانمرګي بریدونه کېږي چې هغه د اسلام خبره هم کوي نو دا د دې هېواد لپاره ډېره خطرناکه خبره ده.

بېګا ماښام د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ روانه غونډه پر مولانا فضل الرحمان د ځانمرګي برید له وجې د معمول کاروايي تر بشپړېدو وړاندې په بېړنۍ توګه وځنډول شوه.

د پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک د اسمبلۍ په ودانۍ کې د اپوزیشن ډلی مشر او د مولانا فضل الرحمان کشر رور مولانا لطف الرحمان خونې ته ورغلو. نوموړي له خبریالانو سره په خبری غونډه کې پر مولانا فضل الرحمان غوندې مذهبي او سیاسی مشر د ځانمرګي برید غندنه وکړه او دا یې د هېواد لپاره د اندیښنی وړ غمیزه وبلله:

»نن په دومره لوی مشر چاودنه وشوه، ترټولو اول موږ په سختو ټکو کې د دې غندنه کوو، زموږ هېواد چی تر دا ډول حالاتو تېرېږي نو دا یوه غمیزه د نن نه بلکې له ډېرې مودې راهیسې روانه ده، ماته افسوس په دې خبره دی چی یو داسې مشر چی هغه د اسلام په حق کې هم دی او سیاسی مشر هم دی او په هغه که ځانمرګی بریدونه کېږی نو دا د دې هېواد لپاره ډېره د خطر خبره ده»

له خبریالانو سره په خبرو کې پروېز خټک زیاته کړه چی په اسلام کې د دی خبری اجازه نه شته چی څوک دې ووژل شي. نوموړي هوډ څرګند کړ چې یوه ورځ به دوی په ترهه ګرۍ قابو ومومي:

«یوه ورځ به له دې هېواده دا ترهه ګري ختمه شي، دلته چی څه رنګ زموږ ژوند روان دی نو دلته کې په څه وخت څه هم کېدلی شي، نو هر وخت موږ په دې اندېښمن یو چی زموږ د هېواد دا څه رنګ حالات دي او دا حالات چې چا جوړ کړي دي؟ زما وزیران د اسمبلۍ غړي او موږ ټول پر مولانا فضل الرحمان د ځانمرګي برید غندنه کوو، او له الله پاکه دعا غواړو چې په دې هېواد کې سمسمکی راولې او دغه خلکو[وسلوالو] ته عقل ورکړې، اسلام هم د دې خبرې اجازه نه ورکوې چې څوک دې بې ګناه ووژل شي»

د مولانا فضل رحمان کشر ورور او په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر مولانا لطف الرحمان له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چی پر مولانا فضل الرحمان دا درېیم ځانمرګی برید دی چی نوموړی ترې روغ وځي خو دوی به د خپل ګوند مبارزه جاري ساتي:

«دا بریدونه موږ له خپلو هڅو ننشي پر شا کولی، موږ دا دعا کوو چی دې خلکو[وسلوالو] ته دې الله هدایت وکړي چې د دوی فکر او لاره سمه شي، او موږ به هڅه کوو چی زموږ هېواد چې نن د بدامنۍ ښکار دی، څنګه یې پرامنه کړو، په دې بریدونو کې خلک وژل کېږي او دا ډېر لوی زیاتی دی»

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند په مشر اسفندیار ولي خان د قومي وطن ګوند پر مشر افتاب شېرپاو د مسلیم لیګ ن پر امیر مقام هم ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي او د وسلوالو ډلو په بریدونو کې ترټولو زیات د عوامي نیشنل ګوند کارکنان او مشران وژل شوي دي او وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG