د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ هوايي ډګر کې د ایبولا وایرس لټولو مشینان لګول شوي


د پاکستان هوایي چلند د ادارې چارواکي وایي چې دوی د کراچۍ په هوایي میدان د ایبولا مخنیوي مشینان لګولي دی.

کراچۍ:د روغتیا نړیوالې ادارې «ډبلیو ایچ او» و سیند حکومت ته له ایبولا ناروغۍ د ژغورنې ۱۵ طبي دریشۍ ورکړې دي.

د سیند صوبې روغتیا محکمې سیکرېټري ډاکتر خالد شېخ بېګا شپه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دوي له مرکزي حکومت او هم د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکو سره له ایبولا ناروغۍ د مخنیوي په اړه غونډې کړي دي. د هغه په وینا د «ډبلیو ایچ او» کارپوهان په دې لړ کې یو شمېر پاکستانيو ډاکټرانو ته روزنه هم ورکوي.

«اوس په اسلام باد کې د روغتیا نړیوالې ادارې زموږ د کسانو تربیت کوي، دا ډېره خطرناکه ناروغي ده ،د دې لپاره سم تربیت او مخنیوی ضروري دی، خدای مه کړه که دا ناروغي مو ملک ته راغله نو ډېر زیان رسولی شي، ځکه خو یې موږ د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اخلو»

ډاکټر خالد شېخ زیاته کړه د روغتیا نړیوالې ادارې ورته ۱۵ طبي درېشیانیانې د بیړنیو حالاتو لپاره کارولی شي خو د دې ناروغۍ څخه د ژغورنې اصلي سامان الات به روزلو کسانو ته له روزنې وروسته ورکول کېږي. نوموړي وویل د کراچۍ په جناح او سیند خدمتي «سروسیز» روغتونونو کې یې د ایبولا ممکنه رنځورانو لپاره کوټې «وارډونه» هم ځانګړي دي.

د سیند صوبې د روغتیا محکمې سیکربټري زیاته کړه دا ناروغي په لویدیځه افریقا ،لایبېریا او سېریلییون په هېوادونو کې زیاته ده، د هغه په وینا له افریقایي هېوادونو څخه کراچۍ ته راتلونکي ځینې کسان له سکېنینګه د بچکېدو له وجې لومړی دوبۍ ته ځي او له هغه ځایه بیا پاکستان ته راځي.

د ډاکټر خالد شېخ په خبره تراوسه په دغه رنځ اخته هېڅ یو تن پاکستان ته نه دی راغلی خو دوی په دې اړه د کراچۍ هوایي میدان چارواکو ته خبرداری ورکړی دی چې باید له دوبۍ او نورو ځایونو څخه د راغلو ټولو مساپرو پاسپورټونه هرومرو وګوري.

بلخوا د پاکستان هوایي چلند د ادارې چارواکي وایي چې دوی د کراچۍ په هوایي میدان د ایبولا لټونکي مشینان لګولي دی. د یادې ادارې ویاند پروېز جارج په دې اړه مشال ریډیو ته وویل:

«هغه خلک چې له بهرنو هېوادنو څخه راځي، موږ یې د احتیاط لپاره معاینه کوو، په دې موخه په هوایي میدان کې د ډاکتر اقبال په مشرۍ د ماهره ډاکټرانو ډله کار کوي»

د ایبولا یو ناروغه
د ایبولا یو ناروغه

ایبولا ناروغي په ۱۹۷۴ کال کې په لومړي ځل جوته شوې ده، له یوه کسه بل ته لګېدونکې دا ناروغي په دې ورستیو کې د افریقا لویدیز په ځینو ملکونو کې خوره شوې، چې د یوې اندازې له مخې تراوسه یې ۴۹۰۰ کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG