د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان ولسمشر د هند د ملي امنیت له سلا کار سره ولیدل”


افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د هند د ملي امنیت له سلا کار اجیت دوول سره ولیدل.د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، په پرونۍ غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وشوې.

بیان وايي، د هند قامي سلامتیا سلاکار اجیت دوول له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره هم ولیدل او پر امنیتي مسلو یې خبرې وکړې.

له ارګه په خپور شوي یوه بل بیان کې راغلي چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني له خپل امریکايي سیال باراک اوباما سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې خبرو کې د افغانستان حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله هم موجود وو. بیان زیاتوي چې باراک اوباما د افغانستان د ملي یووالي حکومت لومړۍ میاشت له لاسته راوړنو ډکه وبلله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG