شاهید اپرېدی د فاټا ځوانانو لپاره کریکټ اکاډيمي جوړوي
د پښتونخوا په بنو کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو له کبله د وزیرستان بې کوره کړل شوو کډوالو د کریکټ دوو لوبډلو ترمنځ یوې ورځنۍ لوبې ته د کریکټ وتلی لوبغاړی شاهید اپرېدی ورغلی وو. نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د قبایلي سیمو ځوانانو لپاره به کریکټ اکاډيمي جوړوي. د عمردراز وزیر ویډیو