د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور بمي چاودنه کې ناروغانو او زدکوونکو ته مرګژوبله اوښتې


پېښور کې بمي چاودنې ناروغان او زده کوونکي ووژل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00

پېښور کې بمي چاودنې ناروغان او زده کوونکي ووژل

د بمونو ناکاره وونکې ډلې مشر اې ای جي شفقت ملک د پېښې پر ځای خبریالانو ته وویل دا یوه بمي چاودنه وه ځکه چې د ګاړي درې واړه سي این جې سلینډرونه روغ رمټ دي.

په پېښور کوهاټ روډ تر سکیم چوک وړاندې د بازیدخیلو په سټاپ د سورلو پر یو ګاړي پسې له بمي چاودنې اووه کسه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د بمونو ناکاره وونکې ډلې مشر اې ای جي شفقت ملک د پېښې پر ځای خبریالانو ته وویل دا یوه بمي چاودنه وه ځکه چې د ګاړي درې واړه سي این جې سلینډرونه روغ رمټ دي.

اې ای جي شفقت ملک وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کی دوی شپږ بمونه ناکاره کړي دي او دا اووم بم وچاودېدلو چې د سورلو په ګاړی کې تر سیټانو لاندې کېښودل شوی وو.

د پېښور په کوهاټ روډ د سورلو په ګاړی کی د دې بمي چاودنې د مرګژوبلې په باب د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ویاند جمیل شاه مشال ریډیو ته وویل چې په پېښه کې د اوو تنو مړي وروړل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د پیښی په ځای کی ددی چاودنی یو عینی شاهد محمد نوراز خان مشال ریډیوو ته وویل:

«ما پر بازید خېلو سټاپ سبزي اخیستله او ما چې دا فلائنګ کوچ ولیدو نو یوه زوروره چاودنه پکې وشوه او د چاودنی وروستو پکې اور ولګیدو او دومره زوره ور اور وو چې څوک ورته نزدې کېدلی نشو، او درې څلور کسان له چاودنې وروستو له شاتني سیټه د شیشې له لارې بهر راووتل، په دې چاودنه کی یو دکاندار هم ټپي شوی وو او اوس ترې خبر شوم چې هغه مړ دی، ما د چاودنې سمدستی روستو ریسکیو ۱۱۲۲ ته ټیلیفون وکړو چی د بازیدخیلو په سټاپ چاودنه وشوه خو زما په فکر هغوی د اختر د ګڼې ګوڼې له وجې په راتلو کې ډېر وخت واخیست»

تردې دمه د بمي چاودنې زمه واري هېڅ یوې وسلوالې ډلې نه ده قبوله کړې او نه چارواکو د دې بمی برید د هدف په اړه څه ویلي دي خو د پېښې له ځایه داسې کتابونه او نور دستاویزات او د ډاکټرانو چټونه راغونډ کړل شوي، چې ترې څرګندېږي په ګاړي کې مړه او ژوبل کسان په پېښور کی ډاکټرانو ته د درملنې لپاره ورغلي ول، او ځینې نور زده کوونکي او هغه خلک ول چې د اختر لپاره د جنوبي ضلعو پر لور روان ول.

XS
SM
MD
LG