د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۱۷۴ ماشومان پولیو ځپلي


ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي
ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي

پاکستان کې د صحت چارواکي وايي دپولیو یا ګوزڼ د رنځورانو شمیره مخ په زیاتیدو ده . په روان کال کې ۱۷۴ کیسونه رجسټر شوي دي او زیاتره یې د قبایلي سیمو او خېبر پښتونخوا سره تعلق لري. حکومت وايي د پولیو د مخنیوي لپاره کمپاینونه چلوي خو د خراب امنیت له وجې په متاثره سیمو کې اکثره ماشومانو ته د پولیو نه د بچ کیدلو څاڅکي ونه رسيږي.

دا چې د پولیو په خوریدلو کې دبدامنۍ نه علاوه نور هم کوم وجوهات شته او که څنګه؟ په دې پوښتنه د ماشومانو ماهر ډاکټر نوران آفریدي وویل :


(( ددې لویه وجه دا ده چې دوی د پولیو پر ضد کمپاین کې رضا کار اخلي، چې زیاتره یې بې تعلیمه وي او ددې واکسینو په هکله هیڅ معلومات نه لري. دې رضا کارو ته دا پته نه وي چې دا واکسین په څومره تودوخه کې ساتل غواړي ؟ او دا چې یو ماشوم ته به ددې څومره خوراک ورکول پکار وي ؟ دا راز د پولیو خلاف کمپاینونه کیږي خو مقصد نه ترلاسه کیږي. حکومت ته پکار دي چې ددې پروګرام نه رضا کار ختم کړي او په دې کې د صحت د ښځینه تجربه کار کارکوونکو نه کار واخیستل شي.))


د نوموړي په وېنا کومو ماشومانو ته چې د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکول کیږي په هغې کې هم ځنې واکسین د تودوخې له وجې بې اثره شوي وي ځکه داسې ماشومان هم شته چې څاڅکي ورته ورکړل شوي او بیا هم په دې ناروغۍ اخته شوي.


بلخوا په قبایلي سیمو کې د پولیو د مخنیوي د پروګرام مشر ډاکټر سرفراز خان ددې نیوکو په جواب کې وايي :


(( دوه خبرې دي، یو د وایکسین وخت تیریدیل او بل د د تودوخې له وجې خرابیدل، او بې کاره کیدل. دې لپاره مونږ پخپله د واکسینو د تاریخ خیال ساتو او کله هم زوړ واکسین نه دي کارول شوي. دویم مونږ کوشش کوو چې د پولیو خلاف کمپاین لپاره ټولو کارکوونکو ته ضروري تربیت ورکړو، دا راز هغوی نه یوازې د واکسینو خیال ساتي بلکه ماشومانو ته دورکولو په هکله هم پوره معلومات لري. خو تاسو وګورئ چې د پولیو خلاف کمپاین پرمهال وخت په وخت زمونږه کسان وژل کیږي نو په دې حالاتو کې ددې پروګرام سل په سله عملي کول ډیر ګران شي نو کیدې شي چې ځینو ځایونو کې به ستونزې موجودې وي.))
نوموړي د پولیو د نوي رجسټر شوي کیسونه په اړه وویل چې که هندوستان ته وکتل شي نو هلته هم چې د پولیو رنځ د ختمیدو مرحلې ته ورسیده نو کله کله به په داسې ماشومانو کې هم دا ناروغي رامخې ته شوه چې د پولیو قطرې به ورته ورکړل شوې وې. خو ددې باوجود په فاټا کې څومره ماشومانو کې دا کیسونه موندل شوي هغوي کې یو تن ته هم دپولیو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي.


ډاکټر سرفراز زیاتوي دټولو مشکلاتو یوازینیلامل بدامني ده چې دپولیو کارکونکي وژل کیږي، په دغه وجه دوي ته په دومره لوی شمیر کې دپولیو خلاف کمپاین لپاره ماهر کسان نه ترلاسه کیږي چې له وجې یې بیا نورې نیمګړتیاوې هم رامخې ته شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG