د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم نواز شریف امریکا ته ځي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف نن )سېشنبه) د امریکا په دوره ځي، د پاکستان سرکاري راډیو نن په خپله ویب پاڼه خبر خپور کړی چې نواز شریف به نن نیویارک ته روانېږي او د جمعې پر ورځ به د ملګرو ملتونو د جنرل اسبملۍ په غونډه کې وینا کوي.

له دې سربیره به وزیراعظم نوازشریف د امنیت ټینګولو په لړ کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم ګډون وکړي چې په کې به د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن او نور نړیوال مشران هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG