د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې د سکرو کاڼ له چاودنې درې کسه مړه دوه ژوبل


انتظامي چارواکي وايي، چې د اورکزو په ډولۍ سیمه کې د سکرو کاڼ کې له چاودنې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د چارواکو په خبره، په کاڼ کې دننه چاودنه نن شاو خوا یاولس بجې هله وشوله، کله چې مزدورانو د سکرو په رااېستلو بوخت ول.

یو انتظامی چارواکی مشال راډیو ته وویل چې په کان کې یو شمېر نور مزدوران هم وو خو هغوی ته زیان نه دی اوښتی.

هغه وویل، چې په چاودنه کې وژل شوي د سوات شانګلې سیمې اوسېدونکي ول.

په ډولی سیمه کې یو شمېر د کویلې درندونه دي چې پکې تر دې وړاندې هم له چاودنو ګڼو مزدورانو ته مرګژوبله اوښتې.

XS
SM
MD
LG