د لاسرسي ځای

تازه خبر

"انتخاباتي لانجه هواره نه شي امریکايي پوځیان راتلونکي کال هم پاتې کیدای شي"


امريکا ويلي، که د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لانجمن بهير جاري پاتې شي او د دواړو هيوادونو ترمنځ د امنتیي تړون د لاسلیکېدو مخه ونیسي، دوی به په دې هيواد کې تر دې کال وروسته د لنډ وخت لپاره خپل پوځيان پرېږدي.

د امريکايي پوځ مشر جنرال مارټین ډمپسي پرون افغانستان ته رسیدلی او وایي چې که شرايط سم وي نو امریکا ته څلورمیاشتې پکاردي چې له دې هیواده ټول پوځيان او وسایل وباسي. خو ډمپسي دا هم ويلي چې که ضرورت وو او د افغانستان سره کومې هوکړې ته ونه رسيږي، نو امريکا کولی شي خپل پوځيان زر هم وباسي.

ياده دي وي چې امريکا ويلي وو که د افغانستان سره يې امنيتي تړون لاسليک نه شو نو د دي کال يعني ۲۰۱۴ کال تر پايه به خپل ټول پوځيان وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG