ایا ناامني انتخاباتي درغلیو ته لار برابروي او که نه؟
په افغانستان کې په دې وروستیو ورځو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. یوازې د چارشنبې پر ورځ په بېلا بېلو پېښو کې ۱۹ پولیسان ووژل شول. له دې سره سره د سړک تر غاړې ښخو بمونو چاودنې هم په بېلا بېلو ولایتونو کې خلکو ته مرګ ژوبله ور په برخه کوي. دا پېښې پر داسې مهال کېږي چې یو خو د وسله والو له خوا پسرلني عملیات پیل شوي دي او بل خوا ته د ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو لپاره کیمپېنونه روان دي. د مشال راډيو خبریال پامیر ساحل په دې اړه په کابل کې د سیاسي چارو له پوه اجمل هوډمن سره مرکه کړې ده او پوښتنه یې تر کړې ده چې د ناامنۍ پېښې ټاکنیز کیمپېنونه څنګه اغېزمنوي؟
برخې
-
نومبر ۲۸, ۲۰۲۴
اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي
-
نومبر ۰۸, ۲۰۲۴
منصور مسيد وايي په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ خپل وجوهات دي
-
اکتوبر ۲۰, ۲۰۲۴
ډاکټر عرفان اشرف: پښتون قامي جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده