'غني خان رڼا خوروله"
د پښتون مفکر، شاعر او انځورګر خان عبدالغني خان د زوکړې په ياد کې د خيبر پښتونخوا په بېلابيلو برخو کې کلنیزې غونډې دوام لري. په پېښور کې د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوهه خادم حسين وايي، چې د غني خان کار او فلسفه د اورپکيتوب مفکورې ضد ده نو د ده په خبره د خېبر پښتونخوا صوبايي او مرکزي حکومتونو ته پکار ده چې د غني خان کار ستاينې په موخه د هغه په باب د جوړېدونکو غونډو او تقريباتو ملاتړ وکړي، چې دارنګ په قامي کچه د ترهه ګرۍ او سختدريځۍ ضد د ازادۍ او روښنفکرۍ مفکوره مخې ته راشي. د مشال همکار اسرار عالم مومند له خادم حسين سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې په موجوده حالاتو کې د حکومت او نورو ادارو د مرستو او مالي ګټو پرته د ادبي او فرهنګي بهیر پښتانه څنګه دې جوګه شول چې د غني خان په ياد کې غونډې، دستورې، مشاعرې او انځوريز نندارتونونه جوړکړي.
برخې
-
دسمبر 18, 2025اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
-
دسمبر 11, 2025خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
-
دسمبر 04, 2025اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فبروري 09, 2025بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري 26, 2025د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟