د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو کمیشن په شمالي وزیرستان کې د ولسي وګړو وژنه وغندله


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د بشري حقونو کميشن او د سېنېټ د بشري حقونو کميټۍد شمالي وزيرستان په ميرلي سيمه کې د تير زيارت په ورځ پر ولسي ابادۍ د امنيتي سرتيرو لخوا بمباري په سختو ټکو وغندله. د بشري حقونو کميشن وايي، په قبايلي سيمو کې پوځ له خلکو سره داسې ناروا سلوک کوي چې پرادې ملکونو به يي ورسره هم ونه کړي . د پاکستان د بشري حقونو کميشن د خېبر پښتونخوا څانګې مشر شېرمحمد له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د پښتنو قبایلي سیمو ولس له کلونو راهیسې د ترهګرو او پوځ تر منځ دلېږي. او کله چې عام پښتون ولس ووژل شي نو پوځ ورته د ترهګرو نوم ورکوي. بلخوا له مشال راډیو سره په خبرو کې د سېنېټ د بشري حقونو د کميټۍ مشر افراسیاب خټک وايي  که چېرې د پاکستان لخوا د قبايلی سيمې ولس سره دا رويه راوانه وي نو د پاکستان فېډريشن ته به خطر رامخې ته شي.

XS
SM
MD
LG