د پښتونخوا حکومت د پښتو ښودلو امر جاري کړ
د خيبر پښتونخوا حکومت ددغه صوبې په ګډون دقبایلي سیمو په سکولونو او کالجونو کي له شپږم څخه تر دولسم جماعت پورې د پښتو په شمول څلور نورې ژبي د لازمي مضمون ګرځولو منظوري ورکړېده. په دې اړه په په اسلام آباد کې د مشال خبریال سراج ظهیر په پېښور کې د خيبر پښتونخوا نصاب جوړونې ادارې له مشر ډاکټر فضل رحيم مروت سره مرکه کړيده.