د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرو راته د خوارۍ مزدوري زوی ووژلی


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دمهمند اجنسۍ اتلس کلن شیر عالم خان چې دمې میاشتې پر دیارلسمه نېټه د چارسدې په شوکدر(شبقدر) کې د وسلوالو طالبانو په یوه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شو. هغه د ایف سي کلا شوکدر دروازی مخې ته په یوه هوټل کې مزدوری کوله چې په چاودنه کې د کورنۍ دغه یک یوازې ځوان تن ترهګرو ترې واخیست. د هغه ویرلړي مور پلار وايي له کومې بدې پیښی نه د بچ کیدو لپاره چې هغوی خپل پلرنی ټاټوبی کلي امبارمهمند ایجنسۍ پرېښوده همهغسې ناورین یې په بې کورۍ کې ولید. د وژل شوي شیر عالم خان پلار دلبر خان پردۍ مزدوري کوي او مور په نیمايي ګټه پردی څاروي ساتي.

XS
SM
MD
LG