د کرښې پر غاړه موضوع کور شمېرنه ده
نن په خیبر پښتونخوا او قباییلی سیمو کی کور شمیرنه پیل شوه. چارواکی وایی چی سرشمېرنه (مردم شماري) به په اګست/ستمبر کې کوي. په داسی حال کی چی قباییلي سیمې د بې قرارۍ او جګړې په لمن کې دي او ډیر قبایل د خپلو کورونو نه بې کوره دي ، د کورونو او وګړو شمیره په سمه توګه څنګه کیدی شی؟ د نن د کرښی په ِغاړه خپرونه کی په دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی