د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي د ارګون پېښې قربانیانو کورنیو ته پیسې ورکړې


د ولسمشر حامد کرزی لخوا د پکتیکا د ارګون ولسوالی د وروستۍ خونړۍ پیښې له قربانیانو سره د نقدو پیسو مرسته وشوه.

دوزیرانو شورا د دار الانشا لخوا نن په خپره شوی خبر پاڼه کی رغلی، دغه مرستی د ولسمشر مشاور محمد طاهر صافی په وسیله چی ۷.۵۶ میلیونه افغانی کیږی په مستحیقینو وویشل شوی.

په خبر پاڼه کی راغلی ،د وژل شویو له کورنیو سره یو لک افغانی او د هر ټپی له کورنی سره پنځوس زره افغانی نقدی مرسته شوی ده .

د پکتیکا په ارګون ولسوالی کی تیره سی شنبی موټر بم چاودنه وشوه ،چی څه باندې سل کسان په کې مړه او ټپیان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG