د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د یوې چاودنې له امله درې تنو ته مرګ ژوبله واوښته.


د ننګرهار والي ویاند احمدضياعبدالزي مشال راډیو ته وویل،چې د خالي ورځې په سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار اړوند د جلال اباد تورخم پړ سړک زرنج ډوله موټرسایکل کې،چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پرځای وو،چاودنه رامنځته شوې،چې د عبدالزي په خبره دوه تنه زخميان شوي او د ملي اردو موټر،چې له سیمې څخه تیریده زیانمن شوی دی.

خو د جلال اباد د مرکزي شفاخانه مشر ډاکټر همایون زهیر مشال راډیو ته وویل،چې دوی ته د پيښې له ځای څخه دوه جسدونه او یو ماشوم په ټپي حالت کې وروړل شوی دی.

د دې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG