د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: ډرون الوتکې څلور مشکوک وسله وال وژلي


ډرون الوتکې نن«زیارت ورځ» د دته خېلو په ډوګه مده خېل سیمه کې د وسله والو یو ګاړی په نښه کړی او دوه توغندي یې پرې داغلي دي چې پکې څلور تنه ځای پرځای وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې حکومتي چارواکي وايي د تحصیل دته خېل ډوګه مده خېل کې ډرون برید لږ تر لږه څلور مشکوک وسله وال وژلي دي.

د دوی په خبره چې، ډرون الوتکې نن«زیارت ورځ» په یاده سیمه کې د وسله والو یو ګاړی په نښه کړی او دوه توغندي یې پرې داغلي دي چې پکې څلور تنه ځای پرځای وژل شوي دي. چارواکي وايي د دې برید پر وخت څلور ډرون الوتکو په سیمه کې پروازونه کول.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات دوام لري او پوځي چارواکي ادعا کوي چې د میرام شا اتیا فیصده سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

پرون شمالي وزیرستان ته د خبریالانو د دورې په وخت دیادو عملیاتو مشر میجر جنرل ظفر خان وویل، له ګڼو سیمو یې د وسله والو واک ختم کړی دی او دلته یې د وسله والو د واپسۍ د امکان ختمولو لپاره ګامونه پورته کړي دي. خو وسله والو طالبانو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا ځايي خلک وايي، پرون «نهې« د شمالي وزیرستان په منځر خېل سیمه کې دوه عام کسان چې په یو ګاړی کې روان ول له پوځي هیليکاپټره په ډزو کې ټپیان شوي دي چې د دته خېلو په پوځي هسپتال کې تر درملنې لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم ځايي خلکو مشال ریډیو ته ویلي ول چې د شمالي وزیرستان په کرکڼه سیمه کې دوه کډوال د رجسټریشن لپاره روان ول چې له یوه امنیتي چیک پوسټه پرې ډزې شوي او وژل شوي خو پوځ د دې پېښې تصدیق نه دی کړی.

د حکومتي شمېرو له مخې له شمالي وزیرستانه د پوځي عملیاتو له وجې د بې کوره شوو خلکو شمېره له اته لاکه او ۳۳ زره(۸۳۳۰۰۰) اوښتې ده.

د پاکستان سرکاري راډیو د قبایلي سیمو د قدرتي افتونو نظم ادارې/ایف ډي ایم اې/ لخوا وايي د دې کډوالو نوملیکنه په بنو، لکي مروت، کرک، ټانک، ډېره اسماعیل خان، کرمه ایجنسۍ او پېښور کې شوې چې د مرستو لپاره یې د مرکزي حکومت ترڅنګه د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت بیلا بیل پروګرامونه شورو کړي دي.

XS
SM
MD
LG