د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله د انتخاباتو پایلې نه مني، او وايي، دوی ګټونکي دي


د افغانستان د ولسمشري نوماند عبدالله عبدالله د لانجمنو انتخاباتو په دویم پړاو کې د خپلې بریا اعلان کړی دی.

ده د سې شنبې پر ورځې په کابل کې خپلو ګڼو پلویانو ته د وینا پر وخت تور پورې کړ چې په نتیجو کې له خپل سیال اشرف غني شاته کړل شوی دی.

عبدالله وویل، دوی ویاړي او ((د خلکو د رایو درناوی کوي.)) د ده په خبره، دوی ((ګټونکي)) دي.

نوموړي وویل، هېڅ کله به ((له درغلیو ډکې پایلې و نه مني.))

ده د هېواد د یووالي غږ وکړ او ویې ویل چې دوی ((کورنۍ جګړه، بحران او وېش نه غواړي)) بلکې د ثبات او ((ملي یووالي)) غوښتونکي دي.

عبدالله خپلو پلویانو ته وویل، د روان بحران په اړه یې د امریکا له ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره په ټیلي فون خبرې کړې دي.

ده زیاته کړه چې اوباما ورته ویلي، جن کیري به د جولای پر ۱۱مه کابل ته ورشي چې پر انتخاباتو خبرې اترې وکړي.

تر دې مخکې د عبدالله پلویانو د کابل د لویې جرګې په تالار کې د ((مرګ پر کرزي)) نارې ووهلې او هلته یې د افغان ولسمشر حامد کرزي ځړېدلی انځور څیرې کړ او پر ځای یې د عبدالله عبدالله انځور ولګاوه.

د نوموړي پلویانو انګېرله چې عبدالله به نن د خپل ملي حکومت لپاره پلان اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG