د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خبریالانو د پښتونخوا له ګورنر سره ولیدل


د شمالي وزیرستان د خبریالانو یو پلاوي پرون په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د ګورنر سردار مهتاب عباسي سره وکتل او نوموړی یې د شمالي وزیرستان د بې کوره شویو کډوالو ترڅنګ د هغه ځای د خبریالانو له حاله هم خبر کړ.

د مشال راډیو خبریال وايي چې په دې پلاوي کې د شمالي وزیرستان ۳۲ خبریالان موجود ول.

پر دې مهال ګورنر خبریالانو ته وویل چې د شمالي وزیرستان د کډوالو سره به هر ډول مرسته کوي.

نوموړي همداراز د شمالي وزیرستان خبریالانو ته د ۱۵ لکو روپيو (کلدارو) د ورکولو اعلان هم وکړ.

له شمالي وزیرستانه د جنګ او د عملیاتو له وجې د شپږ لکو زیات خلک کډه شوي چې پکې لسګونه ځايي خبریالان هم شامل دي.

کډوال وايي، د نوم ثبتولو په بهیر کې د بې قاعدګیو له کبله ورته مرستې نه ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG