د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسې او امریکا د اوکراین وضعیت په اړه پر روسیې فشار راوړی دی


د فرانسې او امریکا ولسمشرانو د روسیې له ولسمشره غوښتنه کړې ده چې د اوکراین په ختیځ کې پر مسکو پلوه یاغیانو فشار راوړي چې له کیف سره خبرې وکړي.

د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند له دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي دي چې نوموړي له باراک اوباما او له ولاديمیر پوټین سره په ټیليفون تر ۴۵ دقیقو خبرې وکړې.

بیان وايي، دواړو مشرانو پر پوټین غږ وکړ چې پر بېلتونپالو دې فشار راوړي چې خبرو ته غاړه کېږدي.

په یوه جلا بیان کې سپینې ماڼۍ ویلي، اوباما او اولاند پرېکړه کړې ده چې که مسکو د اوکراین په ختیځ کې د ناندریو د ختمولو لپاره فوري ګامونه پورته نه کړل نو اروپايي ټولنه به یې پر نور بندیزونه هم ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG