د لاسرسي ځای

تازه خبر

“نړیوالې ټولنې دې د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستې وکړي”


د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د شمالي وزیرستان له بې کوره شویو سره دې مرستې وکړي.

بېګا د نوموړې له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې له شمالي وزیرستانه په لکونه خلک کډوال شوي دي چې کورونه، خواړه، جامې او د ژوند نورې اسانتیاوې نه لري.

بیان وايي، نوموړې هم د سوات د پوځي عملیاتو پر وخت بېکوره او وه ورته مالومه ده چې د کډوالۍ ژوند څومره سخت وي. بیان د ملالې له خوا له کډوالو سره د مرستې اعلان هم کړی دی.

د ملالې له خوا په یوه جلا بیان کې ویل شوي دي چې نوموړې افریقا ته د خپل لومړي سفر پر وخت د هغو نجونو له هوډه متاثره شوې ده چې په ننګوونکو حالاتو کې د تعلیم تر لاسه کولو هڅې کوي.

پرونی بیان وايي، ملالې د کینیا په کلیوالو سیمو کې څو ورځې تېرې کړې دي او هلته یې د افریقا د هغو ۵۸ میلیونه نجونو د تعلیم لپاره د پوهاوي پیدا کولو هڅه کړې ده چې دا مهال له لومړنیو زده کړو بې برخې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG