د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له کډوالو سره امریکايي مرستې د ستایلو دي'


د افغانستان خوست ته کډه شوي وزیرستانیان
د افغانستان خوست ته کډه شوي وزیرستانیان

د پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان وويل چې حکومت له وزیرستانیو کډوالو سره د امریکا او امریکايي ولس له اړخه په دې سخته ګړۍ کې د هغوی مرستو ته په درنه سترګه ګوري.

په پاکستان کې د امريکا سفير رچرډ اولسن د خيبر پښتونخوا له ګورنر سردار مهتاب احمد خان سره ملاقات وکړ چې پکې پر خپلمينځيو چارو او په شمالي وزيرستان کې د عملیاتو له وجې بې كوره شوو خلکو ته پر راڅېرمه شوو ستونزو غږېدلی.

د پاکستان سرکاري ټي وي له مخې د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا کور کې شوي ملاقات پرمهال د خېبر پښتونخوا ګورنر وويل چې په دې كې هېڅ شك نشته چې د ترهه ګرۍ پر ضد دا يو لوی جګړه ده چې له امله یې تر پينځو لاکو پورې وګړي له خپلو سیمو کډه شوي دي او حکومت ورسره هر ډول لازمه مرستې کوي.

پر دې مهال د پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان وويل چې حکومت له وزیرستانیو کډوالو سره د امریکا او امریکايي ولس له اړخه په دې سخته ګړۍ کې د هغوی مرستو ته په درنه سترګه ګوري.

ياده دې وي چې د تيرې مياشتې پر ١٥ نيټه حکومت په شمالي وزيرستان کې د طالب وسله والو پر ضد عملیاتو پېل شوي چې په ترڅ کې یې تر پینځو لاکو زیات وګړي له سیمې کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG