د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: د روژې خطبو کې ملایان سیاسي ویناګانې نشي کولای


مصر به د روژې په میاشت کې خطبې یوازې د ایمان او اخلاقیاتو تر موضوع محدودې وساتي. دا په هیواد کې د سیاسي وینا محدودولو په لړ کې یو تازه ګام دی.

د مذهبي چارو وزیر محمد مختار ګوما د یکشنبې ورځ وویل چې دا پرېکړه باید دا باوري کړي چې د روژې میاشت کې خطبې خلک د وېشلو پر ځای سره یو کړي.

د روژې په لومړۍ ورځ پورته کړل شوی دا ګام پر مذهبي ویناګانو د قابو ساتلو لپاره له هغه وروسته لومړۍ هڅه ده چې اسلامپالی ولسمشر محمد مرسي پروسږ کال له واکه لیرې کړل شو.

مصر په دې ورستیو میاشتو کې د محمد مرسي پر اخوان المسلمین بندیز لګولی او هغه یې یوه ترهه ګره ډله ګرځولې ده او د احتجاجونو د محدودولو لپاره یې قانون هم منظور کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG