د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ځینو برخو کې نن اوله روژه ده


قاسم علي خان جومات
قاسم علي خان جومات

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې ( قاسم علي خان جومات ) تیره شپه ناوخته اعلان وکړ چې د روژې د میاشتې سپوږمۍ لیدل شوې نو نن ( یکشنبه ) به اوله روژه وي، خو د پاکستان د سپوږمۍ د لیدلو مرکزې اداره بیا وايي داچې دوی سپوږمۍ نه ده لیدلې نو ځکه روژه به د دوشنبې په ورځ وي. په قبایلي سیمو باجوړ او مومندو کې کې هم نن د روژې اوله ورځ ده.

د نړۍ یو شمیر مشرانو د روژې د میاشتې د پیلیدو په مناسبت مسلمانانو ته مبارکي ویلي ده.د امریکا ولسمشر باراک اوباما او میرمن میشل اوباما د روژې د مبارکې میاشت د رارسیدو له امله په امریکا کې مسلمانې ټولنې او په نړۍ کې اسلامي هیوادونو ته مبارکي ویلې ده.

په پاکستان کې عموما د خیبر پښتونخوا د صوبې روژه او اختر د سعودي عربستان او د نړۍ د اکثرو نورو هیوادونو سره په یوه ورځ وي، خو نورې صوبې او مرکز بیا د مرکزي رویت هلال د کمیټۍ د پریکړې پر اساس روژه او اختر کوي.

XS
SM
MD
LG