د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت او پوځ دواړه د وزیرستانیانو ستونزې هواروي


وزیر اعظم نواز شریف
وزیر اعظم نواز شریف

د نواز شریف وینا ته د شمالي وزیرستان ګڼ مشران هم وربلل شوي ول خو هغوی په دې وجې په ناسته کې له برخې اخیستو شلون«بایکاټ» وکړ چې دوی غوښت وزیر اعظم ته مخامخ د خپلو ستونزو حال ورکړي.

نن «جمعه« وزيراعظم نواز شريف په بنو کې د شمالي وزيرستان کډوالو ته په خپله وینا کې وويل چې د پوځي اپريشن «ضرب عضب» له وجې متاثرينو ته پېښ مشکلات هوارولو لپاره حکومت او پوځ دواړه پر يو ځای کار کوي.

وزيراعظم په خپلو څرګندونو کې متاثرينو ته وويل چې حکومت ته د شمالي وزيرستان کډوالو د مشکلاتو ادراک دی او حکومت به کډوالو ته سهولتونه ورکولو لپاره خپل ټول وسايل پکار راولي.

د نواز شریف وینا ته د شمالي وزیرستان ګڼ مشران هم وربلل شوي ول خو هغوی په دې وجې په ناسته کې له برخې اخیستو شلون«بایکاټ» وکړ چې دوی غوښت وزیر اعظم ته مخامخ د خپلو ستونزو حال ورکړي. خو مشران ته اجازه ورنکړل شوه چې خپلې خبرې وکړې او هغوی له مجلسه راووتل.

له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې د وزیرستان مشر ملک نصر الله وویل چې دوی د نواز شریف لیدلو شوق نه لرلی بلکې خپلې ستونزې یې له هغه سره شریکولې. د ده په خبره چې د دوی دغه شلون به تر هغو روان وي چې د پاکستان مشران او چارواکي یې خبرو او ستونزو ته غوږ نه وي اېښی.

د مشال راډيو خبریال وايي چې د پاکستاني وزیر اعظم دې غونډې ته مېډیا والا هم نه وو پرېښودل شوي.

په خپله وینا کې نواز شريف له وزیرستانیو کډوالو سره د روژې مياشتې لپاره امداد زياتولو اعلان هم وکړو.

«حکومت چې څومره وس لري هېڅ به یې ونه سپموي. که هغه اربونه وي او که کربونه. کومې پيسې چې حکومت درکوي په هغه کې درې زره د کرايې او پنځه زره د خوراک شيانو لپاره دي. نو چې کومې شل زره روپې حکومت درکوي له هغو علاوه حکومت د روژې مياشتې لپاره نورې شل زره روپې اعلانوي. دا څه مدد يا پر تاسو احسان نه دی. دا د حکومت ذمه واري ده او د حکومت فرض دی»

وزيراعظم شريف په دې موقع زياته کړه چې د متاثرينو مشکلات کمولو لپاره حکومت شپه او ورځ کار کوي.

«دا مشکلات او مسلې هوارولو لپاره موږ کرۍ شپه او ورځ کارونه کوو. دا يو داسې معامله ده چې کول يې ضروري وه او د دې له وجې چې کوم مشکلات تاسو ته پېښ شول نو د هغې هوارول هم د حکومت ذمه واري ده. حکومت او پوځ دواړه ستاسو مشکلات اسانولو لپاره کوششونه کوي. موږ ته اميد دی چې ډير زر به د مشکلاتو دا مرحله ختمه شي او انشاء الله تاسو به خپلو کورونو ته ستانه شی»

نواز شريف په خپلو خبرو کې دا هم وويل موږ غواړو چې دلته هم تاسو ته سهولتونه درکړل شي او کله چې تاسو خپلو کورونو ته واپس شي نو هلته هم او په دې لړ کې حکومت د کورونو بيا بحالۍ لپاره منصوبه بندي کوي.

تر دې مخکې وزيراعظم نواز شريف ته د متاثرينو لپاره جوړ کړل شوو کيمپونو کې د انتظاماتو په باب مالومات ورکړل شول.

د دې دورې پر موقع د بنو چاوڼۍ جوختې سیمې تر سخت امنیتي څار لاندې نیول شوې وې.

له وزيراعظم سره په دې دوره کې د پوځ مشر جنرل راحيل شريف، د اطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشيد، د سيفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ، د خيبر پښتونخوا اعلا وزير پروېز خټک او ګورنر سردارمهتاب احمد خان هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG